د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۱

کرکټ، د اماراتو لس اوریزې سیالۍ د یو شمېر افغان لوبغاړو په ګډون پیليږي

یو شمېر افغان لوبغاړي هم په دې سیالیو کې برخه اخلي - تصویر له ارشیفه
یو شمېر افغان لوبغاړي هم په دې سیالیو کې برخه اخلي - تصویر له ارشیفه

د عربي متحده اماراتو د کرکټ لس اوریزې سیالۍ نن د ۸ لوبډلو په ګډون پیليږي.

دا د ابودبۍ د لس اوریزو سیالیو شپږم پړاو دی.

په دې سوداګریزو سیالیو کې هم ګڼ افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ته لوبيږي.

سږکال په دې سیالیو کې حضرت الله ځاځی، وقارسلامخیل، ظاهرخان پکتین، عبدالرحمن، نوین الحق، اظهارالحق نوید، فضل حق فاروفي، رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد او نوراحمد بیلابیلو لوبډلو ته لوبیږي.

د دې سیالیو د اصولو له مخې، به هره ورځ درې سیالۍ ترسره کېږي چې ټولټال به ۳۲ سیالۍ ترسره شي او پایلوبه به یې د ډسمبر میاشتې په ۹مه نېټه وي.

د ویلو ده چې دا سیالۍ په لومړي ځل د ټي ټین لیګ په نوم پیل شوې وې چې بیا یې نوم د دوبۍ لس اوریزو سیالیو ته بدل شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG