د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

ملګرو ملتونو د روسیې له اعتراض سره بیا هم پاریس کې د ۲۰۲۴ د پسرلنیو لوبو یوه طرحه تصویب کړه


د ۲۰۲۴ لوبو لپاره پاریس کې یو ځانګړی شوی لوبغالی
د ۲۰۲۴ لوبو لپاره پاریس کې یو ځانګړی شوی لوبغالی

ملګرو ملتونو پرون په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د پسرلینو لوبو پرمهال د دودیز اوربند طرحه د روسیې له اعتراض سره سره تصویب کړه.

د المپیک پرمهال اوربند یو نوی مفهوم دی خو اساس یې د لرغوني یونان هغه دود دی چې هدف یې د سپورتي لوبو پرمهال د جګړه ییزو ښارونو له خوا ورزشکارانو ته د خوندي تګ راتګ ډاډمنول و.

د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ دا طرحه د اوسني وخت لپاره تر بل هروخت مناسبه وبلله او د سپورت پر نړیوالو ادارو یې غږ وکړ چې روسي وګړو ته د بې پرې ورزشکارانو په څېر په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.

خو یوه روسي ډيپلومات وویل دا طرحه د منلو وړ نه ده.

د المپیک د لوبو پرمهال د اوربند طرحه د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو له ډلې ۱۱۸ تایید کړه، خو یوازې روسیې او سوریې ورته د رایو له ورکولو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG