د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۷

افغان کرکټ بورډ په نوي میلادي کال کې له هند سره د درېیو شل اووره سیالیو خبر ورکړ

د افغانستان د کرکټ یو شمېر لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ د نوي میلادي کال په پیل کې له هند سره د درېیو شل اووره سیالیو د لړۍ د ترسره کېدو خبر ورکړی.

کرکټ بورډ بېګا په یوه بیان کې وویل چې دا به د واړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ لوبلړۍ وي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان او هند ترمنځ دا لړۍ به د جنوري په ۱۱مې نېټه په موهالي، دوهمه په اېنډور او وروستۍ د جنوري په اولسمه په بنګلور کې ترسره شي.

افغانستان د کرکټ په دنیا کې ډېر مهم ځای نه درلود خو د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې یې د لوبو په جدول کې د شپږم مقام په خپلولو او له دې سره د چېمپین ټرافي لوبو ته په وتلو سره یې په نړۍ کې اهمیت ډېر لوړ شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG