د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۱۱

کرکټ؛ بوست زون د افغانستان د لېسټ ای سیالیو اتلولي وګټله


بوست زون لوبډله
بوست زون لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ د لېسټ ای یو ورځنیو سیالیو پایلوبه بوست زون وګټله.

دغه پایلوبه نن د نومبر په ۲۰مه نېټه د ننګرهار د غازي امان الله خان په لوبغالي کې ترسره شوه چې په پایلوبه کې بوست زون د امو زون ته د ۱۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د پایلوبې پچه بوست ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه، یادې لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو ۴۵ اورونو کې ۳۳۶ منډې وکړې.

دروېش رسولي د بوست لوبډلې په ګټه ۱۲۲ او بلال ترین ۸۸ منډې وکړې.

امو لوبډلې چې د لیګ پړاو په سیالیو کې تر ټولو مخکښه وه، په پایلوبه کې ۴۰ اورونه ولوبول، ۲۰۷ منډې یې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

لوبډلمشر یامین احمدزي او عبدالباقي د بوست لپاره درې درې او سعید شېرزاد دوه ویکټې واخیستې.

په یادو سیالیو کې دروېش رسولي مخکښ منډه جوړونکی هم و، هغه د دوه سلیزو پر مټ ۴۹۲ منډې وکړې. دغه راز یامین احمدزی بیا د توپ اچونکو په ډله کې تر ټولو مخکې و چې ۲۰ لوبغاړي یې سوځولي و.

د ویلو ده چې دا د لېسټ ای سیالیو شپږم پړاو و او بوسټ زون د ویم ځل لپاره د یادو سیالیو پایلوبه وګټله.

XS
SM
MD
LG