د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال او اسیا ملتونو جام د لارموندنې د دویم پړاو په سیالیو کې خپله دویمه لوبه له کوېټ سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، یاده سیالي به د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د کابل پر وخت ماسخوتن ۸:۱۵ بجې پیل شي.
یاده سیالي به د سعودي عربستان د دمام ښار په لوبغالي کې ترسره شي.
افغان لوبډله له څو ورځو راهیسې په یاد ښار کې په تمریناتو بوخته ده.
د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له قطر سره ترسره کړې وه چې ۸د ۱ پر وړاندې یې بایللې وه.
د ویلو ده چې د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۲۶ او د اسیا ملتونو جام په ۲۰۲۷ ز کال کې ترسره کېږي.