د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۵۰

کرکټ؛ د اسیا جام لپاره د افغانستان د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله اعلان شوه


د اعلان شوې لوبډلې جزییات
د اعلان شوې لوبډلې جزییات

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د اسیا جام سیالیو لپاره تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې یادې سیالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربتوب د راتلونکې ډسمبر میاشتې په ۸مه نېټه پیل شي او تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي.

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د نومبر په ۲۰مه نېټه د یادو سیالیو لپاره ۱۴کسیزه لوبډله اعلان شوه.

په اعلان شوې لوبډله کې نصیرخان ( لوبډلمشر)، وفي الله تره خیل، جمشیدځدراڼ، خالدتڼیوال، اکرم محمدزی، سهیل خان زرمتی، رحیم الله زرمتی، نعمان شاه اغا، محمد یوسف ځدراڼ، الله محمد، واحدالله ځدراڼ، بشیراحمد، فریدون داودزی او خلیل احمد شامل دي.

دغه راز حزب الله درانی، علي احمد ناصر، محمداصف، ناصرحسن، ادم خان او فهیم قسیمي په احتیاطي لوبغاړو کې شامل شوي دي.

د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ډسمبر په ۸مه له هندوستان، دویمه لوبه پر لسمه له نيپال او درېیمه لوبه پر ۱۲مه له پاکستان سره ترسره کړي.

د ویلو ده چې د افغانستان د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې په ۲۰۱۷ ز کال د اسیا جام اتلولي هم ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG