د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۱

اسټرالیا له هند څخه د کرکټ نړیوال جام پای لوبه وګټله

د استرالیا کرکټ لوبډله
د استرالیا کرکټ لوبډله

اسټرالیا له هند نه د کرکټ پایلوبه وګټله او د ۲۰۲۳ کال د پنځوسو اورونو د نړیوال جام اتل شو.

استرالیا د څلورو لوبغاړو په سوځیدو په ۴۴ اور کې د هند له خوا د ۲۴۱ منډو ټاکلی هدف پوره کړاو د دې جام د پایلوبې په ګټلو سره یې د شپږم ځل لپاره نړیواله اتلولي خپله کړه.

د لوبې پچه یا ټاس اسټرالیا ګټلې وه او هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه چې هند د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په پنځوسو اورونو کې ۲۴۰ منډې وکړې.

د دې نړیوال جام لوبې چې د اوکتوبرله پنځمې پیل شوې وې شاوخوا یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

افغانستان په دې جام کې څلور لوبې وګټلې او پنځه یې وبایللې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG