د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

نړیوال جام؛ اسټرالیا افغانستان ته ماتې ورکړه


د لوبې یوه څنډه
د لوبې یوه څنډه

د کرکټ نړیوال جام په ۳۹مې سیالۍ کې اسټرالیا وکړای شول چې د ۳ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړي.

که څه هم په یادې سیالۍ کې اسټرالیا په ۹۱ منډو ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړي و، خو بیا یې هم د لوبې په ۴۷ اور کې د ۲۹۲ منډو هدف پوره کړ.

د یادې لوبډلې لپاره ګلین میکسویل تاریخي پاڼۍ نندارې ته وړاندې کړه، چې په ټپی پښه یې په ۱۲۸ توپونو ۲۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. هغه ۲۱ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې ووهلې.

په دې سیالۍ کې هم د افغانستان د ډګرساتنې برخه ناکامه وه چې یو وار حشمت الله شهیدي او بل وار مجیب الرحمن د میکسویل دوه اسانه کېچونه وغورځول.

د دې سیالۍ په بایللو سره لا هم افغانستان په ۶م مقام کې ځای لري او نیمه پایلوبې ته د رسېدو هیلې یې لا ژوندۍ دي.

افغانستان به د نومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د احمداباد په ښار کې له سویلي افریقا سره سیالي کوي، که یاده سیالي افغانستان د ښه نېټ رن رېټ پر اساس وګټي، نو د دې هیلې شته چې نیمه پایلوبې ته ورسیږي.

د افغانستان لپاره په ننۍ سیالۍ کې ابراهیم ځدراڼ هم تاریخي سلیزه ووهله، هغه لومړنی افغان شو چې د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې ۱۲۹ منډې کوي.

د افغانستان په توپ اچونکو کې نن نوین الحق، عظمت الله عمرزي او راشدخان د اسټرالیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

میکسویل د دې سیالۍ د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.

باید وویل شي چې اسټرالیا تر هندوستان او سویلي افریقا وروسته درېیمه لوبډله شوه چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG