د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

نړیوال جام؛ افغانستان اسټرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف ورکړ


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي

د کرکټ نړیوال جام په ۳۹مې سیالۍ کې افغانستان د ۵ وېکټو په تاوان په پنځوس اورونو کې اسټرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف ورکړ.

د دې سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه.

افغان لوبډلې ته په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ تاریخي سلیزه ووهله، هغه لومړنی افغان شو چې په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د ۳ شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ یې ۱۲۹ مندې وکړې.

دغه راز راشدخان ۳۵ ناسوځېدلې او رحمت شاه ۳۰ منډې وکړې.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې یوازې جاش هازلیووډ ۲ لوبغاړي وسوځول او نورو توپ اچونکو یې یوه یوه وېکټ واخیسته.

اسټرالیا به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پيل کړي.

XS
SM
MD
LG