د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

نړیوال جام؛ ابراهیم ځدراڼ تاریخ جوړ کړ


افغان لوبغاړی - ابراهیم ځدراڼ
افغان لوبغاړی - ابراهیم ځدراڼ

د افغانستان د کرکټ پيلیز لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د اسټرالیا پر وړاندې روانه سیالۍ کې تاریخ جوړ کړ.

هغه لومړنی افغان توپوهونکی شو چې د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې یې سلیزه ووهله.

تر دې دمه هېڅ بل افغان لوبغاړي په نړیوال جام کې سلیزه نه ده وهلې.

ښاغلي ځدراڼ د ۱۳۱ توپونو په لوبولو او ۷ څلوریزو وهلو سره ۱۰۱ منډې وکړې او لا هم توپوهنه کوي.

د افغانستان ملي لوبډلې هم په ۴۴ اورونو کې د ۴ وېکټو په سوځېدو سره ۲۱۶ منډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG