د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د بنګله دېش او سریلانکا د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده.
بنګله دېش پچه وګټله، خو سریلانکا ټیم یې د توپوهنې بلنه ورکړې.
سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۹ منډې کړې او بنګله دېش ته د ۲۸۰ منډو هدف ټاکلی.
بنګله دېش اوس توپوهنه کوي او د ۲ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۹ اورکې ۱۲۳ منډې کړي دي.
د دغو سیالیو په ترڅ کې هند پرون جنوبي افریقا ته د ۲۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې جام کې د افغانستان اتمه لوبه سبا سې شنبې له استرالیا سره ده.
افغانستان څلورلوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.