د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

نړیوال جام؛ سریلانکا افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه


د افغانستان او سریلانکا یو شمېر کرکټ لوبغاړي
د افغانستان او سریلانکا یو شمېر کرکټ لوبغاړي

د کرکټ نړیوال جام په ۳۰مې سیالۍ کې سریلانکا خپل ټول لوبغاړي په ۴۹.۳ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۲۴۱ منډې یې وکړې.

د دې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.

سریلانکا ته په توپوهنه کې پتون نساکا ۴۶، لوبډلمشر ګوشال مېنډس ۳۹ او سدیرا سمراویکرما ۳۶ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې بیا فضل حق فاروقي ۴، مجیب الرحمن ۲، راشد خان او عظمت الله یوه یوه وېکټ واخېسته.

افغانستان به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

XS
SM
MD
LG