د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۰

افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي خپل کوریایی سیال اوټ کړ


د رزمي لوبو افغان لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي - تصویر له ارشیفه
د رزمي لوبو افغان لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي - تصویر له ارشیفه

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي نن شپه خپل کوریايي سیال ناک اوټ کړ.

د دوی لوبه د هندوستان په پلازمینه نوې ډهلي کې وشوه.

عبدالعظیم بدخشي وتوانېد چې کوریایی لوبغاړی هې جن پارک په لومړي رونډ کې د سوکانو او څنګلو په ګوزارو مات کړ.

عبدالعظیم بدخشي له یو نیم کلن ځنډ وروسته لوبه کړې وه.

د هغه د ټولو بریاوو شمېر ۱۴ ته ورسېد حال دا چې درې لوبې یې مخکې بایللي هم دي.

XS
SM
MD
LG