د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

فوټبال؛ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې منګولیا ته ماتې ورکړه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ ز کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ ز کال د اسیا جام د لارموندنې سیالیو په لومړي پړاو کې د منګولیا هېواد پر وړاندې لوبه وکړه چې یو د صفر په مقابل کې یې وګټله.

یاده سیالي د اکټوبر په ۱۲مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د کابل پر وخت ماښام ۷ بجې پيل شوې وه، چې د افغانستان په بري تمامه شوه.

د یادې لوبې په ۶۰مه دقیقه کې جبار شرزه د ګول په وهلو بریالی شو.

تر لوبې وروسته د فوټبال ملي لوبډلې یاده بریا د هرات زلزله ځپلي ولس ته ډالۍ کړه.

XS
SM
MD
LG