د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

کرکټ نړیوال جام؛ جنوبي افریقا د استرالیا پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه


د لوبې یوه څنډه
د لوبې یوه څنډه

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې پرون جنوبي افریقا د استرالیا پیاوړي ټیم ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکړه.

جنوبي افریقا سیالې لوبډلې ته ۳۱۲ منډې هدف ټاکلی و، خو د استرالیا لومړي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل او په داسې حال کې چې ۱۷۷ منډې یې کړې وې، ټول ویکټونه یې له لاسه ورکړل.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن د بنګله دیش او نیوزیلنډ لوبډلې مخامخ شي.

نیوزیلنډ خپلې لومړۍ دوې سیالۍ په لوی توپیر ګټلي خو بنګله دېش یوه بایللې او بله ګټلې ده.

XS
SM
MD
LG