د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۳

د کرکټ یو ورځنی نړیوال جام؛ انګلستان له نیوزیلنډ سره لوبیږي

د نیوزیلنډ کرکټ لوبډله - ارشیف
د نیوزیلنډ کرکټ لوبډله - ارشیف

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ لوبه نن د انګلستان او نیوزیلنډ تر منځ روانه ده.

انګلستان په ۲۰۱۹ کال کې د نیوزیلند په وړاندې د نړیوال جام پایلوبه ګټلې وه.

د دوی نننۍ لوبه د هند په احمداباد ښار کې روانه ده او انګلستان بېټنګ/ توپ وهنه کوي.

تر دې لوبې مخکې د افغانستان په شمول د ټولو ټیمونو لوبډلمشران په یوه کنفرانس کې غږېدلي او د خپلو ټیمونو د چمتووالي ډاډ یې ورکړی دی.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي چې ټيم یې نه یواځې په بالنګ کې مخکې دی بلکې دا وار به د ده په خبره ټولو ته څرګنده کړي چې ښه بېټنګ هم کولای شي.

افغانستان به اوله لوبه را روانه شنبه له بنګله دیش سره وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG