د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۱

کرکټ نړیوال جام؛ انګلستان او نیوزیلنډ نن لوبه لري

د انګلستان د کرکټ یوه مخکینۍ لوبه
د انګلستان د کرکټ یوه مخکینۍ لوبه

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ لوبه نن د انګلستان او نیوزیلند تر منځ کېږي.

انګلستان په ۲۰۱۹ کال کې د نیوزیلند په وړاندې د نړیوال جام پایلوبه ګټلې وه.

تمه ده د دوی نننۍ لوبه د هند په احمداباد ښار کې وشي.

تر دې لوبې مخکې د افغانستان په شمول د ټولو ټیمونو لوبډلمشران په یوه کنفرانس کې غږېدلي او د خپلو ټیمونو د چمتووالي ډاډ یې ورکړی دی.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي، چې ټيم یې نه یواځې په بالنګ کې مخکې دی بلکې دا وار به د ده په خبره ټولو ته څرګنده کړي چې ښه بېټنګ هم کولای شي.

افغانستان به اوله لوبه را روانه شنبه له بنګله دیش سره وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG