د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او سریلانکا تمریناتي سیالي پیل شوه


د سیالۍ د پیل یوه څنده
د سیالۍ د پیل یوه څنده

د نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په لړ کې افغانستان د سریلانکا پر وړاندې لوبه پیل کړې ده.

دغه سیالي باید د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیل شوی وای، خو ورښت ځنډولې وه او تر څه ځنډ بعد پیل شوه.

د سیالۍ پچه اچول شوې، چې افغان لوري ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې.

سریلانکا تر دې دمه خپل یو لوبغاړی له لاسه ورکړی او په ۹ اورونو کې یې تر ۴۰ زیاتې منډې کړې دي

.د لوبې د اصولو له مخې، په تمریناتي سیالۍ کې ټول پینځلس کسیز نوملړ ته د لوبیدو چانس ورکول کېږي.

د ویلو ده، چې د افغانستان لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې وه چې د ورښت له امله ترسره نشوه.

XS
SM
MD
LG