د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان نن له سرېلانکا سره دویمه تمریناتي لوبه لري


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن ماسپښین یوه بجه په هند کې د نړیوال جام په درشل کې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د سریلانکا له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان او جنوبي افریقا لومړۍ تمریناتي لوبه د باران له امله لغوه شوې وه.

د افغانستان د لوبډلې مرستیال روزونکي رئیس احمدزي د نننۍ لوبې د اهمیت په اړه ازادي راډيو ته وویل:

" تمریني لوبې د دې لپاره دي چې د نړۍ له بیلابیلو سیمو څخه راغلې لوبډلې د نړیوال جام سیالیو کې د لوبې کولو دمخه یو بل سره لوبې وکړي ترڅو ځانونه د میدانونو او هوا سره بلد کړي. "

رییس احمدزي زیاته کړه چې افغان لوبډله چمتو ده چې د نړیوال جام سیالیو کې د تېر په پرتله ښه وځلېږي.

اخوا د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال جام په درشل کې د افغان لوبډلې لپاره یو لارښود روزونکی هم ټاکلی دی.

د کرکټ بورډ د بیان په اساس د هند د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان اجی جدیجا به د نړیوال جام د سیالیو پر مهال له افغان لوبغاړو سره د یوه مینټور یا لارښود په صفت دنده ترسره کړي.

د کرېکټ نړیوال جام به د اکټوبر په پنځمه نېټه د انګلستان او نیوزیلنډ تر منځ له لوبې سره پیل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په اوومه د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړي.

په نړیوال جام کې د نړۍ لس غوره لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG