د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام تمریناتي سیالي د ورښت له امله ځنډېدلې ده.
ټاکل شوې وه چې دغه سیالي نن جمعه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیل شي.
یاده سیالي د هندوستان د کیرالا ایالت په تروانانتپورم ښار کې ترسره کیږي.
له یاد ښاره وروستي رپوټونه ښيي چې ورښت به تر ډېره وي.
دغه راز نن د پاکستان او نیوزیلینډ او بنګله دیش او سریلانکا ترمنځ هم تمریناتي سیالۍ شته چې دواړه پیل شوي دي.
باید وویل شي چې افغانستان به د اکتوبر په ۳یمه نېټه خپله دویمه تمریناتي سیالي له سریلانکا سره کوي.