د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

پنځوس اوریز نړیوال جام؛ افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې لومړۍ تمریناتي سیالي کوي


له سویلي افریقا سره د افغان کرکټ لوبډلې یوه مخکینۍ لوبه - ارشیف
له سویلي افریقا سره د افغان کرکټ لوبډلې یوه مخکینۍ لوبه - ارشیف

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام د تمریناتي سیالیو لړۍ نن له درېیو سیالیو سره پيليږي.

د افغانستان ملي لوبډله هم نن د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د سویلي افریقا پر وړاندې خپله لومړۍ تمریناتي سیالۍ پیلوي.

یاده سیالۍ د هندوستان د کیرلا ایالت په تروانانتپورم لوبغالي کې ترسره کيږي.

د افغانستان ملي لوبډله د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه هندوستان ته تللې ده.

دغه راز نن د نیوزیلینډ ـ پاکستان او بنګله دیش ـ سریلانکا ترمنځ هم تمریناتي سیالۍ ترسره کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سویلي افریقا لوبډلمشر ټیمبا بوما تېره ورځ بېرته خپل هېواد ته ستون شوی او د هغه پر ځای به ایډن مارکرم لوبډلمشر وي.

د ویلو ده، چې افغانستان به د اکتوبر میاشتې په ۳یمه نېټه خپله دویمه تمریناتي سیالي له سریلانکا سره ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG