د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د چین اسیايي سیالۍ؛ د تکواندو لوبغاړي بيژن صدرزاده خپل تاجکستانی سیال مات کړ


د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبغاړی، بيژن صدرزاده
د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبغاړی، بيژن صدرزاده

د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبغاړي بيژن صدرزاده د چین د اسیايي سیالیو په ترڅ کې خپل تاجکستانی سیال دوه د یو پر وړاندې مات کړ.

ښاغلي صدرزاده چې په ۴۳ کیلو ګرام وزن کې سیالي وکړه، د لوبې په لومړي او وروستي پړاو کې یې خپل سیال مات کړ.

نوموړي په دویم پړاو کې ماتې خوړلې وه.

هغه تر دې بریا وروسته دویم پړاو ته لار پیدا کړه او په دې پړاو کې به د پیاوړي چینايي سیال پر وړاندې سیالي کوي.

د ویلو ده چې په یادو سیالیو کې تر دې دمه یوازې د تکواندو په برخه کې افغانستان د برونزو مډال ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG