د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماښام له عربي متحده اماراتو څخه هندوستان ته روانه شوه.
افغان کرکټ بورډ ادارې لیکلي دي، لوبډلې یې د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې لس ورځې تمریناتي کمپ ترسره کړ او نن هندوستان ته ولاړل.
یادې ادارې ویلي، په همدې تړاو یې نن د مخه ښې یوه ناسته هم رابللې وه او د بورډ عمومي ریس میرویس اشرف له قوله یې لیکلي:
" افغان ملت له تاسې ډيرې تمې لري او هیله ده چې په خپلو غوره لوبو سره افغان ملت ته ویاړ ور وبخښئ "
د ویلو ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به تر رسمي لوبو وړاندې راتلونکې جمعه د سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه خپله لومړۍ تمریناتي سیالي د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.