د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

اوکرایني چارواکي: روسیې مو پر جنوبي سیمو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو ګڼ بریدونه کړي


د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین په جنوب کې پوځي چارواکي وایي، چې روسیې تېره شپه پر دې سیمې د شاهد په نوم ۱۹ بې پيلوټه الوتکې، دوه اونیکس سوپرسونیک او ۱۲ کلیپر کروس توغندي توغولي دي.

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، د کلیبر کروس ډوله توغندي په تور سمندر کې له یوې بیړۍ او یوه اوبتله توغول شوي دي چې له یوه پرته یې نور ټول ویشتلي دي.

د اوکراین په جنوب کې د تېرې شپې شویو دغو بریدونو کې د ادویسې د ښار بندري تاسیسات او د غلو دانو ګدامونه زیانمن شوي دي.

په ادویسه کې د اوکراین د حکومت والي اولې کېپر ویلي، په هغو ګدامونو کې چې په نښه شوي، نژدې زر ټنه غله زیرمه شوې وه.

چارواکو ویلي چې اودیسه کې د روسییې د تازه بریدونو له کبله ګدامونو او یوه شخصي کور اور اخیستی دی چې ترڅ کې یې یوه میرمن ټپي شوې ده.

روسیې د اوکراین په جنوبي سیمو ادویسې او میکلایف کې وروسته تر هغې د غلو پر ګدامونو او تاسیساتو بریدونو ته زور ورکړی چې دغه هېواد په جولای میاشته کې د تور سمندر له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو له هوکړې ووت.

د اوکراین د جنوب په بله سیمه خرسون کې هم د روسیې او اوکرایني ځواکونو ترمنځ تازه جګړه شوې ده.

دا هم یوه بله نوې جګړه ځپلې سیمه
دا هم یوه بله نوې جګړه ځپلې سیمه

د خرسون والي اولکساندر پروکودین ویلي، د دنیپر سیند پر ښۍ غاړه پرتې یوه سیمه کې د بریدونو له کبله یو تن وژل شوی دی.

روسیې تراوسه د دغو بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د دفاع وزارت یې د تور سمندر په شمال لویدیځه برخه او کریمیا ټاپوزمه د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی دی.

مسکو ویلي، د دوی هوایي ځواکونو د اوکراین څلور بې پیلوټه الوتکې شنډې کړي. سملاسي د دغو بریدونو د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

روسیې د اوکراین پولې ته نژدې په کورسک او بریانسک سیمو کې هم د اوکراین د څلورو بې پیلوټه الوتکو د شنډیدو خبر ورکړی دی.

د کورسک چارواکو ویلي، چې د دغو بې پيلوټه الوتکو د لویدو له کبله څو کورونه، بامونه او دولتي ودانۍ زیانمنې شوي دي.

اوکراین ځینې وخت د روسیې پر خاوره او یا هم د روسیې له خوا اشغال شویو سیمو کې د بریدونو مسولیت اخلي، خو وروستیو میاشتو کې یې ویلي چې د یرغلیزو عملیاتو پر مهال یې د روسیې پوځي تاسیسات له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG