د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د افغان ښځو د والیبال ټیم: اسیایي لوبو ته مو د تمرین شرایط خواشینونکي دي


د افغان یو شمېر ښځینه والیبالرانې - تصویر له ارشیفه
د افغان یو شمېر ښځینه والیبالرانې - تصویر له ارشیفه

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم چې په اسیایي لوبو کې د ګډون لپاره چین ته تللی، د تمرین پرشرایطو خواشیني څرګنده کړي او ویلي یې دي چې ښایي لوبغاړي د لوبو لپاره چې پرافغانستان د واکمنو طالبانو له بندیز څخه د سرغړونې په ترڅ کې یې ترسره کوي، چمتونه شي.

د رویترز خبرې اژانس د راپورله مخې، د افغانستان د والیبال د پروګرام مشر خوشحال ملکزي وویل چې ټیم یې د پنجشنبې په ورځ هانګژو ته رسیدلی خو تراوسه یې په میدان کې تمرین ندی کړی او د لوبغاړوتمرین یوازې په جیم پورې محدود شوی دی.

د دغو لوبو تنظیمونکو ویلي، چې د افغانستان او د ځینو نوروهیوادونود ټیمونو لپاره د تمریناتو امکانات د چمتو کیدو په حال کې دي.

په دغو لوبو کې د افغانستان سل لوبغاړي برخه لري، چې د راپورونو له مخې اولس یې ښځې دي چې له افغانستانه بهردي لوبو ته ورپیژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG