د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۵

د چین اسیايي سیالۍ؛ خالد هوتک خپل سیال ته ماتې ورکړه


افغان لوبغاړی، محمد خالد هوتک
افغان لوبغاړی، محمد خالد هوتک

د چین په اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو لوبغاړي محمدخالد هوتک خپل سیال ته ماتې ورکړې ده.

ښاغلي هوتک چې په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې یې نن د قزاقستاني سیال پر وړاندې سیالي ترسره کړه، په لومړنیو دوو پړاونو کې بریالی شو او په دې سره منځلوبو یا کواټرفاینل ته ووت.

په کواټرفاینل پړاو کې به د نوموړي سیال هندوستانی وي.

که هوتک په یاد پړاو کې بریالی شو، نو په نیمه پایلوبه کې به د چینايي سیال پر وړاندې سیالي کوي.

محمدخالد هوتک د ووشو سیالیو په برخه کې یوازینی لوبغاړی دی چې د ۲۰۱۳ کال په اسيايي سیالیو کې یې د برونزو مډال ګټلی و.

XS
SM
MD
LG