د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د ازبکستان ولسمشر د نړیوال بانک له ريیس سره د ټرانس افغان ریللارې په اړه خبرې کړي


ارشیف: د افغانستان شمال کې د ریللارې یو انځور
ارشیف: د افغانستان شمال کې د ریللارې یو انځور

د ازبکستان حکومت وايي، د دغه هېواد ولسمشر د نړیوال بانک له ريیس سره په کتنه کې د ټرانس افغان ریللارې په اړه خبرې کړي دي.

نړیوال بانک له ازبکستان سره د پروژو په خصوصي کولو او د ټرانس افغان ریللارې په جوړولو کې مرسته کوي.

د ازبکستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل، د دغه هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف، چې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ مه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، په دغه ښار کې د نړیوال بانګ له رييس ایا بانګا سره د خصوصي کولو، د اغېزمنې حکومتولۍ، د خصوصي سیکتور د پانګونې او پیسو برابرولو او همداراز د ستراتېژیکو پروژو په برخو کې د نړیوال بانک د تخنیکي او مسلکي پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې پر اساس، میرضیایف او بانګا موافقه وکړه چې د نړیوال بانک مشورتي شورا به، چې د نړۍ مخکښ پانګوال یې غړیتوب لري، په ازبکستان کې د مستقیمې پانګونې له جذب سره مرسته وکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

په دې ریللار په ۲۰۱۸ م کال د افغانستان، ازبکستان او پاکستان چارواکو ابتدايي موافقه کړې وه.

د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې د درو هیوادونو استازو یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې د افغانستان له مزارشریف څخه د خیبرپښتونخوا تر پېښور پورې ریللار جوړېږي.

خو په افغانستان کې ناامنۍ او د سیاسي نظام بدلون سبب شو چې د دې پروژې چارې وځنډېږي.

د ازبکستان، پاکستان او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان استازو تېره میاشت په اسلام اباد کې د افغانستان له مزارشریف څخه تر پاکستان پورې د ریللارې پر جوړولو موافقه وکړه.

دا ریللار به، چې ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، په کال کې د ۲۰ میلیون ټنه بار د لېږدولو ظرفیت ولري.

تېره میاشت د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له پانګه‌والو سره په پرانیستي دیالوګ کې په افغانستان کې د ریللارې د جوړېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ازبکستان د رسنیو د راپور له مخې، ضیایف د افغانستان په خاوره کې د ریللارې جوړېدا د خپل هیواد لپاره ګټوره وبلله او ویې ویل، که دا لار جوړه شي له جنوبي اسیا سره به د ازبکستان د وصلېدو لپاره تر ټولو اقتصادي او خوندي لار وي.

میرضیایف وویل، د سوداګري راکړو ورکړو او نورو کاروبارونو یوه تر ټولو لویه ستونزه د ټرانسپورټ لګښت دی.

په افغانستان کې د ریللارې د جوړېدو په صورت کې به د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګري مالونو رسېدا له ۳۵ ورځو څخه ۳ تر ۵ ورځو ته رالنډه شي.

XS
SM
MD
LG