د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د کندهار په یوه فابریکه کې اورلګېدنې درانه زیانونه اړولي


دغه اور د مېوې د جالۍ جوړولو فابریکه کې لګېدلی و چې درانه زیانونه یې اړولي دي.
دغه اور د مېوې د جالۍ جوړولو فابریکه کې لګېدلی و چې درانه زیانونه یې اړولي دي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د مېوې د جالۍ جوړولو په یوې فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۳۰۰ زره ډالره زیان اوښتی چې د پنځو ماشینونو تر څنګ تر ۱۳۰ زره زیاتې جوړې شوې جالۍ او خام مواد سوځېدلي دي.

دا په تېر یوه کال کې درېیم ځل دی چې په دغه صنعتي پارک کې اورلګېدنه رامنځته کېږي او هلته د اور وژنې د مرکز د نشتوالي له امله سوداګرو او صنعتکارانو ته درانه مالي زیان اوړي.

دوی د طالبانو له حکومت څخه په صنعتي پارک کې د اور وژني د مرکز د جوړېدو غوښتنه کوي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00
XS
SM
MD
LG