د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

اسیا جام؛ افغانستان او بنګله دېش سیالي پیل کړې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړي

د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ سیالي پیل شوې ده.

بنګله دېش پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

دغه سیالي د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې جریان لري.

په ننۍ سیالۍ کې د افغانستان په ۱۱- کسیزه لوبډله کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب اللهځدراڼ، محمدنبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب الرحمن او فضل حق فاروقي لوبه کوي.

د بنګله دېش لپاره بیا محمدنعیم، مهدي حسن میراز، نجم الحسین شانتو، شکیب الحسن، توحید رېدوی، مشفق الرحیم، شمیم حسین،عفیف حسین، تسکین احمد، شریف الاسلام او حسن محمود نن لوبه کوي.

د ویلو ده، چې دا په روان اسیا جام کې د افعانستان لومړۍ سیالي ده او بنګله دېش بیا خپله لومړۍ لوبه بایللې ده.

که ننۍ سیالي افغانستان وګټي، نو د ۴ غوره لوبډلو پړاو ته به لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG