د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل برازیلي سیال مات کړ


افغان لوبغاړی، فرید بشارت
افغان لوبغاړی، فرید بشارت

د ګډو رزمي ورزشونو یا MMA افغان لوبغاړي فریدبشارت د خپل برازیلي سیال کلیدسن رودریګوز په ماتولو سره د خپلو پرله پسې بریاوو ریکارډ وساته.

په پاریس کې په بیګانۍ مسابقه کې بشارت خپل سیال د لومړي رونډ په څلورو دقیقو او پنځلسو ثانیو کې د سبمیشن په وسیله ناک اوټ کړ.

بېګانۍ لوبه د بشارت یوولسمه پرله پسې بریا وه.

۲۶ کلن فریدبشارت او ورور یې جاوید په برېتانیا کې دېره افغانان دي، چې د نړۍ په ترټولو لوی سازمان UFC کې مسابقې کوي.

جاویدبشارت هم د ۱۴ پرله پسې بریاوو ریکارډ ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG