د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

فوټبال؛ د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې د برونزو مډال وګاټه


د افغانستان یو شمېر فوټبال لوبغاړي - ارشیف
د افغانستان یو شمېر فوټبال لوبغاړي - ارشیف

د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا یا کافا په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

اټکل کېده، چې د ایران تر ماتولو وروسته به افغانستان په یادو سیالیو کې د سرو زرو او یا هم د سپینو زرو مډال ګټي، خو د دې لیګ په وروستۍ سیالۍ کې یې له ازبکستان هېواد څخه ۳ د صفر پر وړاندې ماتې وخوړه او د برونزو مډال ته ورسېدل.

یاد شوی لیګ له تېرو دوو اوونیو راهیسې په تاجکستان کې پیل شوی و، چې افغانستان په کې ۴ لوبې ترسره کړې، دوه یې وګټلې او دوه یې وبایللې.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ سیالۍ له قرغزستان هېواد وګټله او دویمه سیالي یې له پیاوړې ایرانۍ لوبډلې وګټله.

په دغه لیګ کې افغان لوبډلې تاجکستان او ازبکستان ته سیالۍ وبایللې.

XS
SM
MD
LG