د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د افغانستان د فوټبال لوبډلې غړي تاجکستان ته لاړل


د افغانستان د فوټبال لوبډلې غړي - ارشیف
د افغانستان د فوټبال لوبډلې غړي - ارشیف

د افغانستان د تر۲۳ کلونو لاندی عمرونو د فوتبال ملي ټیم د اسیاجام ته د لارموندنې د سیالیو په هدف د تمرینونو لپاره تاجکستان ته ولاړ.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې کښلي، چې د هیواد د ملي ټیم غړي به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په یوه تمریني کمپ کې له ګډون وروسته، په سپټمبرمیاشت کې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړشي او د ۲۰۲۴ کال اسیایي جام ته د لارموندنې په سیالیو کې به ګډون وکړي.

د دې فدراسیون په وینا، د افغانستان د فوتبال د تر۲۳ کلونو کمعمره ټیم به راتلونکې اونۍ د چارشنبې په ورخ له ازبکستان لوبه وکړه او د سپټمبرپه نهمه به له ایران سره ولوبیږي.

د افغانستان د فوتبال ټیم به د سپټمبرپه ۱۲ د هانګ کانګ له ټیم سره د لوبې ډګرته ووځي.

XS
SM
MD
LG