د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۰

افغان تکواندو کار د جنوبي کوریا نړیوالې سیالۍ وګټلې

کیڼ اړخ ته ولاړ کس ذبیح الله شهزاد، د سرو زرو افغان مډال ګټونکی
کیڼ اړخ ته ولاړ کس ذبیح الله شهزاد، د سرو زرو افغان مډال ګټونکی

ذبیح الله شهزاد په جنوبي کوریا کې د سختو شیانو د ماتولو لپاره د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سروزرو مډال وګاټه.

۳۲ کلن شهزاد چې د ازادي راډیو سپورټي خبریال هم دی، وتوانید چې د دولسو سمټي تختو په ماتولو سره خپل کوریایي رقیب ته چې څوځلې یې نړیواله اتلولي خپله کړې، ماته ورکړه او د سروزرو مډال یې خپل کړ.

شهزاد چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې غړی دی، مخکې یې په کابل کې د تکواندو سیالیو اتلولي هم خپله کړې وه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG