د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

بيژن صدرزاده د تکواندو نړیوالو سیالیو پایلوبې ته رسېدلی


د افغانستان د تکواندو فدراسیون یو خبري کنفرانس - تصویر له ارشیفه
د افغانستان د تکواندو فدراسیون یو خبري کنفرانس - تصویر له ارشیفه
د تکواندو نړیوالو سیالیو د الماس په فیسټیوال کې افغان لوبغاړي بيژن صدر زاده د خپلې قزاقستاني سیال یسکاک یلدوس په ماتولو سره د ۶۳ کیلو ګرام وزن لرونکو لوبغاړو پایلوبې ته رسېدلی دی.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي، بېژن صدر زاده پایلوبې ته تر رسېدو پورې خپلې دوه مهمې سیالۍ په ښه تفاوتونو سره وګټلې.
ښاغلی صدر زاده اوس د دې چانس لري، چې یا د تکواندو نړیوالو سیالیو اتلولي وګټي او یا هم دویم مقام ترلاسه کړي.
ډېر احتمال دا دی چې بېژن صدرزاد به په پایلوبه کې د جنوبي کوریا له لوبغاړي سره سیالي وکړي.
د ویلو ده چې دا سیالۍ په جنوبي کوریا کې پیل شوي دي او د افغانستان په استازولي په کې ۸ لوبغاړي برخه لري.
XS
SM
MD
LG