د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۴

اسپانیا د ښځینه فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته ووته

د ښځو د فوټبال نړیوال جام یوه څنډه
د ښځو د فوټبال نړیوال جام یوه څنډه

د اسپانیا د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د سویډن په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

یادو لوبډلو نن په نیمه پایلوبه کې سیالۍ ترسره کړه چې دوه د یو پر وړاندې هسپانیې وګټله.

د یادو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه به سبا د چهارشنبې په ورځ د کوربه اسټرالیا او انګلستان ترمنځ ترسره شي.

د دویمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د اګست په شلمه نېټه له هسپانیې سره پایلوبه ولوبوي او بایلونکې لوبډله به د اګست په ۱۹مه نېټه له سویډن سره د درېیم مقام لپاره سیالي وکړي.

د ویلو ده، چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام سیالۍ په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې د ۳۲ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG