د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

سټیفن فاین له کرکټ سره مخه ښه وکړه


د انګلستان د کرکټ لوبډله
د انګلستان د کرکټ لوبډله
د انګلستان چټک توپ اچونکي سټيفن فاین نن اعلان وکړ، چې تر دې وروسته په هېڅ نړیوال کرکټ کې نه لوبيږي.
ښاغلی فاین له ډېره وخته د زنګون د ټپ له امله وزورېد او بلارخره اړ شو، چې په ۳۴ کلنۍ کې له کرکټ تقاعد واخلي.
نوموړي په ۱۲۶ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې د انګلستان استازولي کړې ده، چې ټولټال یې ۲۵۴ ویکټې اخستي دي.
هغه د خپل تقاعد په تړاو وویل، ۱۲ میاشتې مې د خپل وجود له دردونو سره مقابله وکړه، خو ونه توانیدم، چې ماتې ورکړم.
سټیفن فاین په ۲۰۰۵ ز کال کې کرکټ پیل کړی و، خو د ټپونو له امله یې په دوامداره توګه کرکټ ونه کړ.
باید وویل شي، چې څو اوونۍ وړاندې د انګلستان بل چټک توپ اچونکي سټوارټ براوډ هم له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.
XS
SM
MD
LG