د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۲

د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ په دویم پړاو کې انګلستان او اسټرالیا خپلې سیالۍ وګټلې 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام یوه څنډه
د ښځینه فوټبال نړیوال جام یوه څنډه

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې نن انګلستان او اسټرالیا خپل سیالان مات کړل.

د نن ورځې لومړۍ سیالي د انګلستان او نایجریا ترمنځ وه چې ۴ د دوه پر وړاندې انګلستان وګټله.

دغه راز دویمه سیالي بیا د اسټرالیا او ډنمارک ترمنځ وه چې دوه د صفر پر وړاندې د اسټرالیا په بري سره پای ته ورسیده.

باید وویل شي چې د دې پړاو په سبانیو سیالیو کې به کولمبیا د جمیکا او فرانسه د مراکش پر وړاندې سیالۍ وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG