د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۱

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې ګډون کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې د ګډون په موخه تایلينډ هېواد ته تللې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي،چې په مرکزي اسیا سیالیو کې د دویم مقام تر ترلاسه کولو وروسته یې د فوټسال ملي لوبډله تایلينډ ته ولیږله چې هلته د لویو وچو جام په سیالیو کې ګډون وکړي.
د یاد فدراسیون په خبر کې راغلي دي چې افغانستان به په ب ګروپ کې د موزمبیق او چک جمهوریت پر وړاندې ولوبيږي.
یادې سیالۍ به د اګسټ په ۷مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نیټې به دوام وکړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG