د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

افغان تکواندو کارانو د کوریا په یوه ازاده سیالۍ کې ۴ مډالونه وګټل


د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي د سیالۍ په څنډه
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي د سیالۍ په څنډه

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د کوریا له یوې ازادې نړیوالې سیالۍ څخه څلور د ژېړو/برنزو او دوه د سپینو زرو/نقرې مډالونه وګټل.

دغو سیالیو کې د دېرش هېوادونو ۲۲۰ لوبغاړو ګډون کړی.

له افغانستانه اته لوبغاړي ورغلي.

په دویم وزن کې محسن رضايي د امریکا، جنوبي کوریا او استرالیا لوبغاړي مات کړل او د سپینو زرو مډال یې په غاړه کړ.

په اووم وزن کې اشرف شکران د جنوري کوریا لوبغاړی مات کړ او د دویم مقام په ګټلو یې د نقرې مډال خپل کړ.

د افغانستان لپاره د برنزو مډالونه حکمت الله زین، رامین امیني، رامش حسیني او علي اکبر امیري ګټلي.

XS
SM
MD
LG