د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

د انګلستان سل بالیزه لیګ نن پيليږي


 د انګلستان کرکټ ملي لوبډله د یوې وروستۍ لوبې پرمهال
د انګلستان کرکټ ملي لوبډله د یوې وروستۍ لوبې پرمهال
د انګلستان کرکټ بورډ ادارې په نوښت د سل بالیزه لیګ درېيم پړاو نن پيليږي.
ټاکل شوې، چې نن به د سل بالیزه سیالیو د نارینه او ښځینه لیګونه په ورته وخت کې پیل شي.
د یاد لیګ په ټولنیزو پاڼو کې لیکل شوي، چې د نارینه او ښځینه لیګ پیل به د ستورن بریف او ټرینټ راکټ لوبډلو ترمنځ د ناټینګهم په ښار کې وشي.
د افغانستان له لوبغاړو بیا سږکال په پام کې وه، چې راشدخان ټرینټ راکټ لوبډلې ته ولوبيږي، خو هغه تېره ورځ په دې لیګ د نه لوبیدو پرېکړه وکړه.
سل بالیزه لیګ چې د انګلستان او ویلز د ۸ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، پایلوبه به یې اګست په ۲۷مه نېټه وي.
XS
SM
MD
LG