د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د امریکا سوداګریز لیګ؛ پایلوبه مای نیویارک لوبډلې وګټله


د کرکټ سیالیو یو میدان
د کرکټ سیالیو یو میدان

د امریکا د میجرلیګ کرکټ پایلوبه د مای نیویارک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیده.

پایلوبه تېره شپه ناوخته د مای نیویارک او سیاټل اورکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۷ وېکټو په توپير نیویارک لوبډلې وګټله.

سیاټل لوبډلې لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۱۸۴ منډو هدف یې ټاکلی و.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې کوانټین ډیکاک ۸۷ منډې کړې وې.

مای نیویارک لوبډلې ته بیا په توپ اچونه کې راشدخان ښه وځلېد، هغه په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

نیویارک، ورکړل شوی هدف د لوبډلمشر نیکولاس پورن د ۱۳۷ منډو پر مټ په ۱۶ اور کې د ۳ ویکټو په سوځېدو پوره کړ.

دا لومړی ځل و چې په امریکا کې د کرکټ سوداګریز لیګ ترسره کیږي.

باید وویل شي، چې مای نیویارک لوبډله هم د ممبي اینډینز لوبډلې د مالکې اړوند لوبډله وه او په یاد لیګ کې ګڼو نورو هندي پانګوالو هم پانګونه کړې وه.

XS
SM
MD
LG