د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

افغان کرکټ بورډ فرسټ کلاس سیالۍ پيلوي


په کابل کې د فرسټ کلاس کرکټ سیالیو یو مخکینی انځور
په کابل کې د فرسټ کلاس کرکټ سیالیو یو مخکینی انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي دي چې د کورنیو سیالیو په لړ کې به فرسټ کلاس ( څلور ورځنۍ) سیالۍ پيل کړي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه سیالۍ به د اګسټ په لسمه نېټه په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پيل او د سپټمبر تر ۱۶مې نیټې به دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ سیالۍ چې له دې وړاندې د هېواد پنځو زونونو په استازیتوب پنځو لوبډلو پکې برخه درلوده، دا ځل به یې شپږم پړاو کې څلور لوبډلې: هندوکش سټرایکرز، ماهیپرستوري، میوند چمپینز او پامیر اتلان ګډون ولري."

کرکټ بورډ وايي، دا ځل یې د لوبډلو شمېر له پینځو څخه څلور ته راکم کړی دی او موخه یې دا ده څو ملي لوبغاړو ته د لوبو ښه زمینه سازي وشي.

د ویلو ده، چې د دې فرسټ کلاس سیالیو پر مهال به هره لوبډله یو د بل پر وړاندې دوه ـ دوه سیالۍ کوي او ټولټال به ۱۳ سیالۍ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG