د ښځینه فوټبال نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن سویډن د ایټالیا لوبډلې ته په پنځو ګولونو ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې فرانسې له برازیل څخه دوه د یوه په وړاندې لوبه وګټله.
د نن ورځې په درېیمه لوبه کې چې د پاناما او جامیکا تر منځ وه، جامیکا یو ګول وکړ او دا لوبه یې یو د صفر په وړاندې وګټله.
د ښځو د فوټبال نړیوال جام لوبې د نړۍ د دوه دیرش ملي لوبډلو ترمنځ په اتو ګروپونو کې د جولای په شلمه پيل شوې.
د دې جام کوربانه، نیوزیلنډ او استرالیا دي او د اګسټ په شلمه به یې پایلوبه ترسره شي.