د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن سویډن او نیدرلینډ خپلې سیالۍ وګټلې او د فرانسې او جمیکا سیالي برابره پای ته ورسیده.
د نن ورځې لومړۍ لوبه د سویډن او سویلي افریقا هېواونو ترمنځ ترسره شوه، چې دوه د یو پر وړاندې د سویډن په بري تمامه شوه.
دغه راز، په دویمې سیالۍ کې بیا نیډرلینډ یو د صفر پر وړاندې پرتګال ته ماتې ورکړه.
همدارنګه د نن ورځې درېیمه سیالي بیا د فرانسې او جمیکا د لوبډلو ترمنځ پرته له ګول وهلو په مساوي توګه پای ته ورسېده.
ټاکل شوې، چې سبا هم د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې ۳ سیالۍ ترسره شي.
په سبانیو سیالیو کې به ایټالیا د ارجنټاین، جرمني د مراکو او برازیل د پاناما پر وړاندې سیالۍ وکړي.