د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د سیالیو پرمهال ۵ د ۴ پر وړاندې قرغیزستان ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي، چې نن د کابل پر وخت سهار ۱۱:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شوې وه، په پایله کې یې افغان لوبډلې وکړای شول چې د یوې نومرې په توپیر بریا خپله کړي.
ټاکل شوې، چې افغانستان د کافا اتلولیو پرمهال خپلې نورې سیالۍ له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره ترسره کړي.