د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۳

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د نننیو سیالیو پایلې دلته ولولئ


د ښځینه فوټبال نړیوال جام یوه څنډه
د ښځینه فوټبال نړیوال جام یوه څنډه

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې امریکا، جاپان او انګلستان هېوادونو خپلې سیالۍ وګټلې.

د نن ورځې لومړۍ لوبه د امریکا او ویتنام هېواونو ترمنځ ترسره شوه، چې درې د صفر پر وړاندې د امریکا په بري تمامه شوه.

دغه راز په دویمې سیالۍ کې جاپان د لوبې له پیله تر پایه په لوبغالي کې بشپړ واک درلود او ۵ د صفر پر وړاندې یې زمبیا ته ماتې ورکړه.

همدارنګه د نن ورځې په درېیمې سیالۍ کې انګلستان د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ۱ د صفر پر وړاندې له هايتي مخکې و او سیالي یې وګټله.

ټاکل شوې، چې د نن ورځې په وروستۍ سیالۍ کې د ډنمارک او چین ښځینه لوبډلې سره سیالي ترسره کړي.

د ویلو ده چې د ښځينه فوټبال نړیوال جام د ۳۲ هېواودونو ترمنځ په اسټرالیا او نیوزیلینډ هېوادونو کې پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG