ټاکل شوې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبایکشنبه د مرکزي اسیا د اتلوليو په ترڅ کې خپله لومړۍ سیالي له قرغیزستان هېواد سره ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي، چې یاده سیالي د تاجکستان په پلازمېینه دوشنبې کې د کابل پر وخت سهار ۱۱:۳۰ پیليږي.
د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجیدمرتضايي د سیالیو په تړاو په رسنیز کنفرانس کې د خپلې لوبډلې له بشپړې تیارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي دي، د فوټسال سیالیو په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی دی.
د ښاغلي مرتضايي په باور، له تېرو څو اونیو راهیسې یې په ایران کې د مرکزي اسیا سیالیو ته تمریناتي کمپ او سیالۍ ترسره کړي دي او ډاډه دی، چې لوبډله به یې ښه پایله ترلاسه کړي.
باید وویل شي، چې د دې ټورنمنټ په ترڅ کې به افغانستان له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره هم سیالۍ ترسره کړي.