د افغانستان د کورني کرکټ څانګې له لوري د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د کرکټ بورډ ادارې نن دوشنبه ویلي، یادې سیالۍ د شهید نجیب الله تره کي په نوم، په کندز ولایت کې پیل شوي دي.
کرکټ بورډ لیکلي: "د هېواد د پنځو زونونو بست، امو، بند امیر، مس عينک او سپين غر ترمنځ پیل شوې سيالۍ ۷ ورځې وخت نيسي او پنځه واړه لوبډلې به په يوه ګروپ کې يو د بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي."
د سیالیو د اصولو له مخې، د نومرو په جدول کې دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبه ولوبوي.
د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ هرکال ورته سیالۍ ترسره کېږي.