د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

هند کې د رېلګاډو د ټکر پېښه؛ تر ۲۸۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۹۰۰ ټپیان دي


د رېلګاډو د ټکر پېښه د هند د اودیشا ایالت په بالاسوري سیمه کې شوې ده.
د رېلګاډو د ټکر پېښه د هند د اودیشا ایالت په بالاسوري سیمه کې شوې ده.

د هند د اودیشا ایالت په بالاسوري سیمه کې د درېیو رېلګاډو د ټکر له امله تر دوه سوه اتیا ډېر کسان مړه شوې او شاوخوا نهه سوه نور ټپیان شوي دي.

په اودیشا ایالت کې نن د ماتم ورځ اعلان شوې ده.

اسوشېټېډپرېس اژانس اوس خبر ورکړ چې ژغورونکو نور څوک ژوندي کسان نه‌دي موندلي.

دا ټکر په هند کې په څو لسیزو کې د تلفاتو له درکه بې‌ساری بلل شوی دی.

د ژغورنې د عملیاتو پر مهال تر یو سل او پنځوس ډېرو امبولانسونو د ټپیانو په لېږدېدو کې او په سیمه کې له هغوی سره د لومړنیو روغتیایي مرستو په رسولو کې مرسته وکړه.
د ژغورنې د عملیاتو پر مهال تر یو سل او پنځوس ډېرو امبولانسونو د ټپیانو په لېږدېدو کې او په سیمه کې له هغوی سره د لومړنیو روغتیایي مرستو په رسولو کې مرسته وکړه.

تر ټکر وروسته د رېلګاډو په لسګونو ډبې واوښتې، د ځینو ډبو چتونه الوتې دي او کړکۍ یې ټوکر ټوکر شوي دي.

د رویندرا سېنګ په نوم یوه مسافر تر ټکر وروسته فرانس پرېس اژانس ته وویل: "ناڅاپه مو سختې جټکې وخوړې، وروسته له درېیو دقیقو هرڅه ودرېدل خلکو له رېل څخه ځانونه واچول."

د پېښې یوه بل ژغورل شوي مهیش کومار ګوپتا وویل: "د ماښام شپږ بجې او څلوېښت دقیقې وې، لوی غږ شو داسې غږ چې کله مې نه و اورېدلی. تر دوو غږونو وروسته لوګي پورته شول، موږ پوه شو چې ټکر شوی."

د ژغورنې د عملیاتو لپاره بلډوزرونه او کرېنونه د پېښې ځای ته واستول شول.

د ژغورنې د عملیاتو پر مهال تر یو سل او پنځوس ډېرو امبولانسونو د ټپیانو په لېږدېدو کې او په سیمه کې له هغوی سره د لومړنیو روغتیایي مرستو په رسولو کې مرسته وکړه.

د اودیشا امنیتي مسول پرادیپ جینا په ټویټر کې لیکلي چې تېره شپه د ټپیانو لپاره نږدې پنځه سوه یونیټه وینه راغونډه شوه.

د هند صدراعظم نریندرا مودي نن د پېښې ځای ته ورغلی دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

تر اوسه لا د پېښې علت نه‌دی روښانه شوی او څېړنې روانې دي، خو داسې ښکاري چې مسافر وړونکی رېل تر ټکر مخکې له خپلې کرښې وتلی دی.

د مسافرو له دغو دوو رېلګاډو سره دریم لګېدلی ریل بار وړونکو دی.

هند په وروستیو کلونو کې د اورګاډو په برخه کې ډېره پانګونه کړې ده، خو لا یې هم ستونزې نه‌دي حل شوي.

XS
SM
MD
LG