د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

ترکمنستان له نیمې پېړۍ راهیسې په یوه کنده کې بل شوی اور وژني


له پلازمېنې عشق اباد څخه ۲۶۰ کیلومتره لېرې په دې کنده کې چې خلک یې د دوزخ دروازه بولي، له ۵۲ کلونو راهیسې اور لګېږي.
له پلازمېنې عشق اباد څخه ۲۶۰ کیلومتره لېرې په دې کنده کې چې خلک یې د دوزخ دروازه بولي، له ۵۲ کلونو راهیسې اور لګېږي.

د ترکمنستان ولسمشر بلاخره پرېکړه وکړه چې د دغه هېواد په کراکوم دښته کې هغه اور ووژني چې په یوه کنده کې له څه باندې نیمې پېړۍ راهیسې لګېږي.

د ترکمنستان حکومت په خپل هېواد کې د هغې کندې د اور د وژلو او ګاز د نه خپرېدو لپاره له امریکا څخه مرسته غوښتې چې له کلونو راهیسې په‌کې اور لګېږي.

له پلازمېنې عشق اباد څخه ۲۶۰ کیلومتره لېرې په یوه کنده کې، چې خلک یې د دوزخ دروازه بولي، له ۵۲ کلونو راهیسې اور لګېږي.

دا کنده، چې خوله یې ۷۰ متره پلنه او ۲۰ متره ژوره ده، د ۱۹۷۱ کال د ځمکې د برمه کولو په مهال په تصادفي ډول رامنځته شوه او هماغه مهال جیالوجیستانو د متان ګاز د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دې هیله اور ورته کړ چې په څو ورځو کې به ګاز خلاص او اور مړ شي.

د ترکمنستان د کراکوم دښتې په دې کنده کې له څه باندې نیمې پېړۍ راهیسې اور لګېږي او ګڼ سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

د ترکمنستان او پخواني شوروي متخصصانو د دې اور د وژلو ډېرې هڅې کړي دي.

د چاپېریال ساتنې متخصصان وايي، دا اور چاپېریال ته زیان اړوي او د سیمې د اوسېدونکو د روغتیا لپاره ښه نه‌دی، له همدې کبله د ترکمنستان چارواکو اوس پتېیلې چې د دې ستونزې د پای ته رسولو لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو مرسته وغواړي.

د امریکايي چارواکو په وینا، دواړه هېوادونه پر یوې داسې موافقې چې په نتیجه کې یې د دوزح دروازې د اور د وژلو او د ګاز د نه خپرېدو په برخه کې له ترکمنستان سره مرسته وشي، د امریکا د مالي او مسلکي خدماتو پر څرنګوالي خبرې کوي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې که دا خبرې بریالۍ شوې، نو د ځمکې د تودېدو، د فوسیلي ګازونو د منفي اغېزو او د مضرو ګازونو د خپرېدو د مخنیوي لور ته به یو مثبت ګام وي.

که څه هم د دوی خبرې پټې دي، خو ورڅخه خبر کتونکي وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې د موافقې هیله شته.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې او نړیوال بانک د اټکلونو له مخې، حاضردمه د ترکمنستان نږدې ۷ سلنه ګاز ضایع کېږي.

متان ګاز، چې د طبیعي ګازو په توګه ورڅخه ډېر کار اخیستل کېږي، تر کاربن ډای اوکساید ۸۰ برابره زیات د ځمکې د اتوموسفیر د تودېدو سبب کېږي.

له همدې کبله ډېر هېوادونه د اقلیمي بدلون د مخنیوي او د اقلیم په اړه د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره د متان ګاز د کمولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG